غزه - پاڼه 2

IQNA

بچوې
ایکنا - د امریکا د دوو پوهنتوني څېړنو پایلې ښئي چې د "جو بایدن" او "ډونالد ټرمپ" حکومتونو یوازې په تېرو دوو کلونو کې له ۳۲ ملیارډ ډالرو څخه زیاتې پیسې د صهیونیسټي رژیم او سیمه ایزو عملیاتو د پوځي ملاتړ لپاره لګولي چې  له دغو مرستو پرته ، د غزې دجګړې دوام ناممکن و.(لید)
د خبر لمبر: 3491830    خپرونې تاریخ : 2025/10/08

ایکنا - د ټرمپ د غزې د اوربند پلان سره، د حماس مشروط ځواب د هېوادونو او نړيوالو ډلو غبرګونونه راپارولي دي او د يمن انصارالله ټينګار کړی  چې د حماس ځواب واقعي،  حقیقت پال او له نرمښته ډک دی.
د خبر لمبر: 3491812    خپرونې تاریخ : 2025/10/05

ایکنا-  خبری سرچینو راپور ورکړی چې د صمود نړیوالو کشتیو  کاروان چې  دانسان دوستۍ مرستې ئې  غزې ته درسولو په نیّت سره بار کړي دی ، دغې سیمې ته د حرکت په حال کې دی او اوس یوازې  دغه ښآر سره تر درو ورځو پورې واټن لري.
د خبر لمبر: 3491792    خپرونې تاریخ : 2025/09/30

ایکنا - د امریکا کرغیړن ولسمشر ډونالد ټرمپ په ملګرو ملتو مرکز کې د څو عربي او اسلامي هېوادونو مشرانو سره په خپلې ناستې کې، په غزې کې د جګړې پای لپاره دوي ته د امریکا پلان وړاندې کړ.
د خبر لمبر: 3491762    خپرونې تاریخ : 2025/09/25

؛دوه حکومتي حل لاره؛نومې نړیواله ناسته
ایکنا -«دوه حکومتي حل لاره» غونډه، نومې ناسته  چې د فرانسې او عربستان سعودي لخوا د ډیرو  هېوادونود  مشرانو ګډون سره ، د فلسطین د خپلواکي حکومت د په رسمیت پېژندلو لپاره، په نیویورک کې جوړه شوه او هلته ټینګار شو:   له دوه حکومتي حل لارې پرته به ، په منځني ختیځ کې سوله  رانشي؛د فلسطین  حکومت جوړول کومه جایزه او انعام  نه ،بلکې یو حق دی.
د خبر لمبر: 3491754    خپرونې تاریخ : 2025/09/24

پارس‌ټوډي: د اسرائیلو له خوا پر قطر برید د ترکیې او اسرائیلو ترمنځ تاوتریخوالی نور هم زیات کړی او د انقرې او تل ابیب ترمنځ د مستقیمې ډغرې احتمال ئې رابرسیره کړی دی.
د خبر لمبر: 3491739    خپرونې تاریخ : 2025/09/20

شیخ زهیر جعید:
ایکنا - د لبنان د اسلامي عمل جبهې همغږي کوونکي ټینګار وکړ:د ایران اسلامي جمهوریت  د مقاومتي چورلیز مشر او د هغې د ملا تیر دی او د فلسطین له خلکو څخه انسان‌دوستانه ملاتړ کوي.
د خبر لمبر: 3491732    خپرونې تاریخ : 2025/09/18

ایکنا - د دوحې د غونډې په پاییزې بیانیې کې د صهیونیسټي رژیم له خوا پر قطر برید په کلکه غندل شوی او د سولې د هڅو په ملاتړ ټینګار شوی دی.
د خبر لمبر: 3491723    خپرونې تاریخ : 2025/09/17

د اروپائي هېوادونو ګواښ:
ایکنا – د هالینډ حکومت اعلان کړی چې که د صهیونیسټي رژیم استازی په یوروویژن سیاليو کې ګډون وکړي، نو  هسپانیا، سلووینیا او ایسلنډ به ، دا سیالۍ بایکاټ کړي.
د خبر لمبر: 3491711    خپرونې تاریخ : 2025/09/15

ایکنا- د ملګرو ملتو عمومي اسمبلۍ  د خپلواکه فلسطیني هېواد د جوړیدا د ملاتړ دپریکړه لیک  مسوده تصویب کړه.
د خبر لمبر: 3491702    خپرونې تاریخ : 2025/09/14

ایکنا - د یمن د انصارالله ولسی مبارز غورځنګ یو لوړپوړي غړي د نیواکي ټاټوبو په ژورو کې د یمن د بې پیلوټه الوتکې د بریالي برید په غبرګون کې ووئيل؛ د یمن د حکومتي چارواکو د ترور ریښتینې غچ اخستل  لا پیل شوي نه دي.
د خبر لمبر: 3491675    خپرونې تاریخ : 2025/09/08

ایکنا-   د دې خبرې په اړه چې ګواکې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته به د سولې نوبل جايزه ورکړل شي، يوه صهیونيسټي ليکوال په غزه کې د واشنګټن په ملاتړ د جنايتونو په  دوام نيوکه وکړه او غوښتنه ئې وکړه چې ټرمپ دې د نړيوالې جنائي محکمې له خوا محاکمه شي.
د خبر لمبر: 3491651    خپرونې تاریخ : 2025/09/04

د نړیوالو مسلمانو عالمانو د اتحادیې رئیس سیمې هېوادونو ته د صهیونيستي رژیم د وحشیانه کړنو د پراخېدو په اړه خبرداری ورکړ.
د خبر لمبر: 3491650    خپرونې تاریخ : 2025/09/04

ایکنا- د یمن د لومړی وزیر احمد الرهوي  او ورسره د  ملګرو د جنازو دستورې چې تیرې پنجشنبې ورځې په صنعا د وحشي صهیونیسټي رژيم په هوائي حملې کې  شهیدان شوي وو، د دوشنبې په ورځ ترسره شوې او دغه پاک مړي خاورو ته وسپارل شول.
د خبر لمبر: 3491638    خپرونې تاریخ : 2025/09/02

ایکنا-  د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند امیر د فلسطین وضعیت د نړۍ د مسلمانانو د یووالي لپاره یو فرصت وباله.
د خبر لمبر: 3491622    خپرونې تاریخ : 2025/08/30

ایکنا – د کرویشیا ولسمشر د فلسطین د په رسمیّت پيژڼدلو لپاره د پارلیماني بهیر د پیلیدا غوښته کړې او وئيلي ئې دي ،پخپل ټاټوبی  د فلسطین د ولس د حاکمیّت د حق  پيژندل  په مینځني ختیځ کې د تل پاتې سولې د ټينګیدا یوازینۍ لاره ده.
د خبر لمبر: 3491619    خپرونې تاریخ : 2025/08/30

ایکنا-  د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷ نیټې  وروسته، یوې ادارې چې «زاکا» نومېږي، د اسرائیلو لخوا د غزې پر وړاندې د جګړې په اړه شرموونکي تبلیغات خپاره کړل چې په پراخه کچه په لويدیځي رسنیو کې بیا خپاره شول.
د خبر لمبر: 3491606    خپرونې تاریخ : 2025/08/27

ایکنا - د ترکيې د ديني چارو مشر په استانبول کې د غزې په کنفرانس کې په خپلې وينا کې ټينګار وکړ چې د قدس او غزې موضوع يوازې د فلسطينيانو پورې اړه نه لري، بلکې د ټولو نړيوالو مسلمانانو او په عمومي توګه د نړۍ مسئله ده.
د خبر لمبر: 3491596    خپرونې تاریخ : 2025/08/25

ایکنا- د عمان ذ مفتي شیخ احمد بن حمد الخلیلی وروستئ څرګندونې، چې د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د «لوی اسرائیل» په اړه ئې وینا کړې او هغه عربي هېوادونه ئې غندلي چې له صهیونیستي رژیم سره ئې اړیکې عادي کړي، د ځینو افراطي او تکفیري ډلو له خوا د د سختو نیوکو لامل شوی دی.
د خبر لمبر: 3491577    خپرونې تاریخ : 2025/08/21

ایکنا - د   صهیونیسټي  رژيم پوهنتونونه د وسلو د جوړولو له  شرکتونو سره نږدې اړیکې لري. په دې پوهنتونونو کې هغه ټکنالوژي پراختیا مومي چې پر فلسطینیانو باندې په ساحه کې ازمویل کیږي او بیا په نړیواله کچه پلورل کیږي.
د خبر لمبر: 3491573    خپرونې تاریخ : 2025/08/20