بمبارئ او کلابندی - پاڼه 13

IQNA

بچوې
ایکنا- د نړۍ د کاتولیکانو رهبر پاپ فرانسیس د یکشنبې په ورځ د اونیز دعا په ستورو کې د اسرائيلو دنیواکګر رژيم  دنامې له اخستو ډډه وکړه،په داسې حال کې چې دفلسطین نامه ئې واخسته.
د خبر لمبر: 3488753    خپرونې تاریخ : 2024/02/20

ایکنا- د امام الزمان (ع)د ګمنامو مامورانو په حیرانونکو ترکیبی  عملیاتو د  لړۍ ټولګه،د صهیونیسټي دښمن د جاسوسی ادارو د حساسو اطلاعاتو د ترلاسه کیدا سبب شوي دي، همداراز د دښمن دترټولو حساسو پوځي تاسیساتو او پوځي مرکزونو  اوسټراټژيکو صنائعو او د وسلو د کارخانو  او پټو تاسیساتو معلومول او د خپلو توغندیو او ډرونز په شیشت کې په راوستو سره د اطلاعاتي  او امنیتی پلان  یوه برخه ګرځیدلي دي.
د خبر لمبر: 3488661    خپرونې تاریخ : 2024/02/02

ایکنا- د فلسطین په غزې او لویدیځي غاړې کې د طوفان الاقصی ناڅاپی عملیاتو پسې د وحشي صهیوینسټي رژیم جنایتونه او وحشیتوب تر دې دحده دی چې په دغو سیمو کې ئې په لسګونو زره ماشومانو ژوند له خاورو سره خاورې کړی او دعمل مشالونه ئې خاموش کړي دي.
د خبر لمبر: 3488607    خپرونې تاریخ : 2024/01/22

ایکنا- هرڅوک چې له خداوندمتعاله وویریږي، نو بیا هیڅکله هم له هیڅ یوه غیر خدای څخه نه ویریږي
د خبر لمبر: 3488606    خپرونې تاریخ : 2024/01/22

ایکنا- د نړیوال صره صلیب کمیټې مرستیال مشر مانوئل بسلر په غزې کې د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو په تشریح کولو سره،په غزې کې د اوربند او دمرسته رسونې لباره د جدي هلوځلو پر ضرورت ټينګار وکړ.
د خبر لمبر: 3488604    خپرونې تاریخ : 2024/01/22

ایکنا- د لبنان د حزب الله ولسي غورځنګ عمومی منشي سید حسن نصر الله پرون مازیګر د لبنان په جنوب باندې د صهیونیسټ رژيم په حملې کښې د دغه غورځنګ د یوه قومندان «وسام حسن طویل» چې په الحاج جواد » باندې مشهور و د شهادت د اوو ورځو د تیریدا په مناسبت وینا وکړه.
د خبر لمبر: 3488574    خپرونې تاریخ : 2024/01/15

ایکنا- د یمن دفاع وزیر  وویل د امریکا او د صهیونیسټ رژیم د ائتلاف هدف د فلسطین له ملاتړ څخه لاس اخیستلو ته د یمن مجبورول دي خو مونږ امریکا، صهیونیسټ رژيم او بل هر هیواد ته چې له دوې سره ملګري دي ټینګار کوو چې د نن ورځې یمن د پرون ورځې له یمن سره فرق لري.
د خبر لمبر: 3488480    خپرونې تاریخ : 2023/12/26

ایکنا- د امریکا مسلمانانو په یوه کمپاین پیلولو سره وئيلي دي، په غزې تړانګې کې  داسرائيلو له جنایتونو څخه د جوبایډن په ملاتړو سیاستونو باندې په اعتراض کې  په راتلونکو انتخاباتو کې به هغه ته راي ورنکړي.
د خبر لمبر: 3488462    خپرونې تاریخ : 2023/12/23

ایکنا- په تایلینډ کې د پاتاني سیمې مسلمانانو  په غزې تړانګې کې د صهیونیسټي رژيم د جنایتونو  په محکومولو سره ،د فلسطین له مظلومو خلکو  خپل ملاتړ اعلان کړ او  ددغه   وحشي ډوله جنګ د ختمیدا غوښته ئې وکړه.
د خبر لمبر: 3488461    خپرونې تاریخ : 2023/12/23

ایکنا-(منامه)د بحرین یولوی دینی او روحانی شخصیّت پر وحدت او یوووالی باندې  دټينګار لپاره د بحرین دشیعه او سني عالمانو له خوا د یوې واحدې اعلامیې د خپرولو  غوښته وکړه.
د خبر لمبر: 3488341    خپرونې تاریخ : 2023/11/28

ایکنا-(اسلام اباد) دپاکستان په اسلام اباد کې د ماشومانو او زلمیانو په ولولناکې غونډې کې ویناوالو ووئيل،اسرائيل یو جعلی او جنایتکار او ترهه ګر رژيم دی چې امریکائې بشپړ ملاتړ کوي او مونږ له ترهه ګرو اسرائيلیانو څخه دامریکا بشپړ ملاتړونه په کلکه غندو.
د خبر لمبر: 3488319    خپرونې تاریخ : 2023/11/23

ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی جمهوریت ولس نن یو ځل بیا په درست هیواد کې  په غزې تړانګې کې د انساني غمیزې،جنګي جنایتونو ،ترور ،قتل  عام، نسل وژنې ، جنایتونو، ماشوم وژنې د  محکومولو لپاره ئې په ولولناک او پرتمین میلیوني لاریون ترسره کولو سره  د  فلسطین دمظلومو ماشومانو ملاتړ وکړ.
د خبر لمبر: 3488287    خپرونې تاریخ : 2023/11/18

ایکنا-(غزه) د یوه فلسطیني ماشوم په زړه پورې غږ سره د قرآن کریم د هود سورې د ۴۱ او ۴۲آیتونو تلاؤت په داسې حال کې چې په غزې تړانګې کې دخپل ک ور پر کنډوالې  ناست دی ، په پراخ ډول ورته په ټولنیزو چینلونو کې د کارؤنکو له خوا پراخ  پام شوی دی.
د خبر لمبر: 3488278    خپرونې تاریخ : 2023/11/16

ایکنا-(ریاض) د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د اسلامي ملګرتیا موسیسې او عربي اتحادیې په ګډې غونډې کښې ټینګار وکړ چې د غزې پیښه د شرارت له چورلیز سره د شرافت د چورلیز مقابله ده او ټول باید وښايي چې د کوم لوري ملګرتیا کوي.
د خبر لمبر: 3488255    خپرونې تاریخ : 2023/11/12

ایکنا-(قطر) د پاکستان د جماعت اسلامي مشر تاکيد وکړ؛ د نړۍ ټول مسلمانان په تېره بيا د پاکستان خلک له خپلو فلسطيني وروڼو او خويندو سره اوږه په اوږه ولاړ دي او د صهيونېسټ دښمن په خلاف د فلسطيني مقاومت د جنګياليو د عملياتو ملاتړ کوي.
د خبر لمبر: 3488227    خپرونې تاریخ : 2023/11/06

ایکناـ(اسلام اباد) په پاکستان کې کارګری ټولنې او ښځینه فعالانو د لړمد میاشتې په دیارلسمه نیټه  په لاهور،کراچۍ  پنډۍ  او خینو نورو ښارونو کې د فلسطینیانو په ضد د وحشي صهیونیسټي رژيم د څاروي ډوله  جنایتونو په محکومیّت کې  مظاهرې وکړې او له جنایتکار او تیریګر صهیونیسټي رژيم او دهغو ملاتړې امریکا څخه ئې خپله کرکه نندارې ته وړاندې کړه.
د خبر لمبر: 3488225    خپرونې تاریخ : 2023/11/06

ایکنا-(غزه) دفلسطین په غزې کې مسجدالعمری چې ۱۴پيړۍ مخینه لرونکی  دنړۍ یو ترټولو پخوانی جوماتدی،  اوا تل د مسلمانانو د اجتماع یو لوي مرکز پاتې شوی ،د وحشی صهیونیسټي رژیم په بې رحمه او بې آمانه بمباریو کې په کنډوالې بدل شو.
د خبر لمبر: 3488151    خپرونې تاریخ : 2023/10/22

ایکناـ(انډونیشیا) پرون په جمعې ورځې  هم په درستو اسلامی او عربی هیوادونو کې  اود غه راز په یوشمیر لویدیځي هیوادونو کې  د غزې تړانګې د اوسیدونکو په ضد د وحشي صهیونیسټي رژيم د جنایتونو په محکومیّت کې پراخې مظاهرې ترسره شوې.
د خبر لمبر: 3488139    خپرونې تاریخ : 2023/10/21

ایکنا-(ډیلی) د افراطي هندوانو یوه زوړپال پادري یا پجاری  ددې خبرې په کولو سره چې  اسلام د هندوانو او صهیونیسټانو مشترک دښمن دی ، له صهیونیسټانو بشپړ ملاتړ اعلان کړ،چې په ټولنیزو چینلونو کې سخټ رټل شوی دی.
د خبر لمبر: 3488116    خپرونې تاریخ : 2023/10/16

ایکنا-(نیویارک)د طوفان الاقصی نومې عملیاتو له پیلیدا راهسې په شپږمه ورځ  د مقاومتي چورلیز مبارزانو په نیواکي ټاټوبو باندې  توغندوي حملو ته دوام ورکړی دی له بل پلوه د ملګروملتو  سرمنشي انتونیو ګوتریش د غزې تړانګې د خلکو د حیاتي اړتیاؤ د تامینولو  او بیړنیو مرستو غوښتنه وکړه .
د خبر لمبر: 3488096    خپرونې تاریخ : 2023/10/12