ګاونډیان

IQNA

بچوې
ایکنا - په استانبول کې د څلورو ورځو خبرو اترو په بهیرکې، پاکستان او افغان طالبان د ټي ټي پي د کنټرول په اړه یوې موافقې ته ونه رسیدل؛ اسلام آباد د عملي تضمینونو د نشتوالي او د کابل لخوا د وسله والو په اړه د ناکافي کنټرول په اړه شکایت وکړ، پداسې حال کې چې د سرحدي نښتو زیاتوالي او د نړیوال څارنې میکانیزم نشتوالي دا بندون لا پسې ژور کړ او په سیمه کې یې د پراخ پوځي اقدام سیوری وغورځاوه.
د خبر لمبر: 3491945    خپرونې تاریخ : 2025/10/30

ایکنا - د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر   د پاکستان د کورنیو چارو له وزیر سره په لیدنې کې د دوو هېوادونو ترمینځ د علمي، کلتوري، اقتصادي، سیاسي او امنیتي اړیکو پراختیا د دوو ملتونو د اړیکو د پیاوړتیا سبب وګڼله او په  سیمې کې ئې د تاوتریخوالي د کمولو او له  هر ډول جګړې څخه د ډډه  کولو پر اړتیا په ټينګار سره ووئيل؛  د ایران  اسلامي جمهوريت   د پاکستان او افغانستان ترمینځ د هر ډول  شخړو په حل کولو کې ملګرتیاؤ او مرستو ته تیار دی. 
د خبر لمبر: 3491937    خپرونې تاریخ : 2025/10/29

ایکنا - د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن  په یوې مطبوعاتي اعلامیې  کې د دغه وزارت د  مالیې او ادارې  چارو  مرستیال ډاکټر محمد نعیم او د افغانستان د  چارو لپاره د چین د ځانګړي استازي یو شیاویونګ ترمنځ د لیدنې او خبرو اترو  خبر ورکړل شوی دی.
د خبر لمبر: 3491910    خپرونې تاریخ : 2025/10/23

ایکنا - د افغانستان په هرات کې د ایران داسلامي جمهوريت  کنسولګرۍ د يوې  اعلامیې په خپرولو سره، د نوې ویزې د   صادرولو شرطونه او د بهرنيانو لپاره د پنځه کلن خاص اقامت ضابطې  او قواعد اعلان کړي دي.
د خبر لمبر: 3491875    خپرونې تاریخ : 2025/10/16

ایکنا - د افغانستان او پاکستان تر مینځ وروستیو بدلونونو په تعقیب، د تاوتریخوالي د زیاتیدو او د سخت دریځو ډلو د فعالیتونو په اړه اندیښنې زیاتې شوې دي.
د خبر لمبر: 3491855    خپرونې تاریخ : 2025/10/13

ایکنا - د پوځي عملیاتو لپاره د د افغانستان د بګرام  هوائي ډګر  لوړ ظرفیت، د افغانستان کاني سرچینې، له چین سره د دغه هېواد نږدېوالی، او په مرکزي آسیا کې د خپل نفوذ پیاوړتیا، د دې ستراتیژیکي اډې د بیانیولو لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لیوالتیا اصلي دلیلونه دي.
د خبر لمبر: 3491808    خپرونې تاریخ : 2025/10/04

ایکنا - د پاکستان د خارجه وزارت ویندوی شفقت علي خان  په اسلام‌آباد کې د خپلې اوونیزې خبري ناستې په ترڅ کې، د ایران او امریکا ترمینځ د تاؤتریخوالو د ختمولو لپاره د پاکستان د رول او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له خپل امریکائي سیال سره د پرله‌پسې خبرو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: تاسو ټولو د وروستیو تاؤتریخوالو  په اړه(د اسرائیلو د تیریو  له امله)  د پاکستان دریځ لیدلی دی.
د خبر لمبر: 3491738    خپرونې تاریخ : 2025/09/20

ایکنا - د افغانستان د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر، په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون تورونه رد کړل او ټینګار ئې وکړ چې د طالبانو حکومت د دوحې د تړون له مخې خپلو وعدو ته ژمن دی او افغانستان د هیڅ هېواد لپاره ګواښ نه دی.
د خبر لمبر: 3491559    خپرونې تاریخ : 2025/08/17

ایکنا - د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر، مسعود پزشکیان، د شنبې په ورځ،  د تهران  له مهرآباد هوايي ډګره د پاکستان پر لور له روانېدو مخکې وویل: زمونږ د سفر موخه د پاکستان له لومړي وزیرشهباز شریف سره د اقتصادي، سرحدي او امنیتي ملګرتیاؤ پراخول دي.
د خبر لمبر: 3491493    خپرونې تاریخ : 2025/08/03

ایکنا -د اسلامی انقلاب د معظم لارښود د نړیوالو چارو سلاکار ووئیل؛ د ایران او پاکستان د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا او پراختیا اړینه ده
د خبر لمبر: 3491403    خپرونې تاریخ : 2025/07/15

ایکنا – د ایران د اسلامی حمهوریت د پوځ لوي درستیز  د پاکستان د پوځ له ستر قوماندان سره په کتنې کې ووئيل؛ ددواړو هیوادونو پوځونه  د پولو په هردواړو  خواؤ  کې د ترهه ګرۍ د له مینځه وړلولپاره  کلک   او پریکنده هوډ لري.
د خبر لمبر: 3491187    خپرونې تاریخ : 2025/05/28

ایکنا -  د پاکستان لومړي وزیر د اسلامي انقلاب له معظم رهبر او د ایران له ولسمشر سره له کتنې وروسته وویل: پاکستان په اسلامي امت کښې د ایران د مهم مقام لپاره د ډیر اهمیت قائل دی او د سیمه ایزې سولې او امنیت لپاره له ایران سره د سټراټیجکو ملګرتیاو پياوړتیا ته خپله ژمنه اعلانوي.
د خبر لمبر: 3491179    خپرونې تاریخ : 2025/05/27

ایکنا –  په داسې حال کې چې له زیاتره اروپائي هیوادونو پشمول د نړۍ له هیوادونو افغان کډوال بیرته ګرځول کیږي، د ایران په اسلامی جمهوریت کې تردې دمه د افغان کډوالو بچیان زده کړې کوي او د ایران د اسلامی جمهوریت رسمي راپورونه ښئ چې تر دې د مه په ایران کې  په ښونځیو کې څه دپاسه اوه لکه کډوال زده کونکي زده کړې کوي.
د خبر لمبر: 3491177    خپرونې تاریخ : 2025/05/27

ایکنا  ـ د پاکستان د آئي ایس پي آر مشر او ویندوي ،نن په یولړ څرګندونو کې د ایران  له اسلامي جمهوریت سره د نږدې اړیکو پر اهمیت ټینګار وکړ او وې ویل چې دا اړیکې د سیمې د سولې او ثبات لپاره مهمې دي.
د خبر لمبر: 3491128    خپرونې تاریخ : 2025/05/17

ایکنا - په هند براعظمګي کې اوسني وضعیت او د تاوتریخوالي په کمولو کې د مرستې لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت د چمتووالي اعلان ته په پام سره، پاکستان ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر اوسنی سفر ځانګړی اهمیت لري. دا د ایران د څوارلسم حکومت د بهرنیو چارو وزیر لخوا پاکستان ته دویم سفر دی. عراقچي تېر کال هم له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره د لیدنې په موخه اسلام اباد ته سفر وکړ.
د خبر لمبر: 3491066    خپرونې تاریخ : 2025/05/05

ایکنا – په افغانستان کې د اسلامي ملګرتیا موسیسې سفیر په کابل کې د طالبانو د کډوالو چارو له وزیر سره په لیدنې کې ټینګار وکړ چې داموسیسه به د افغان کډوالو لپاره د بشري مرستو د جلبولو په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د خبر لمبر: 3491064    خپرونې تاریخ : 2025/05/05

ایکنا – د عربستان دفاع وزیر پرون ناوخته د  اسلامی انقلاب له معظم لارښود سره په کتنې کې ددغه  هیواد د پاچا پیغام حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي ته وړاندې کړ.
د خبر لمبر: 3490978    خپرونې تاریخ : 2025/04/19

ایکنا-  د ایران د اسلامی جمهوریت  خارجه وزیر  په ټولو زمینو کې د دواړو هیوادونو  په پیاوړو او دوامدارو  اړیکو باندې د خوښئ په ښودلو  سره ،له سیمه ایزو بدلونونو او مسئلو سره په ارتباط کې د عمان هیواد  د مسئولانه کړچار قدرونه او ستاینه وکړه او  د ایران امریکا دغیر مستقیمو خبرواترو کوربتوب ئې ددغه کړچار  یوه نښه وبلله.
د خبر لمبر: 3490949    خپرونې تاریخ : 2025/04/13

ایکنا- د افغانستان د طالبانو د کډوالو او د بېرته ستنیدو د چارو وزارت وایي، پاکستان غواړي افغانان د زور له لارې بېرته ستانه کړي او ایران غواړي چېد کډوالو د ستنولو لپاره له افغانستان سره د تفاهم له لارې یو ګډ میکانیزم جوړ کړي.
د خبر لمبر: 3490922    خپرونې تاریخ : 2025/04/07

ایکنا - د بخښنې نړیوالې  ادارې د جنوبي اسیا څانګې له پاکستانه د افغان کډوالو په زوره د ایستلو د پروګرام د لغوه کولو او ورته د لازیات وخت ورکولو لپاره کمپاین پیل کړی دی.
د خبر لمبر: 3490918    خپرونې تاریخ : 2025/04/06