قرآنی تعلیمات - پاڼه 4

IQNA

بچوې
ایکنا- د الازهر د افراطیت ضد څار مرکز د ۲۰۲۶ نړیوال جام د سیالیو پر مهال د اسلام‌ضده پروسې او کرکې د خپرېدو د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د خبر لمبر: 3493076   خپرونې تاریخ : 2026/07/25

د سینګاپور باعلوي جومات؛
ایکنا- د سینګاپور باعلوي جومات د اسلامي میراث د ساتنې او معرفي کولو په یو مهم مرکز او د بېلابېلو دینونو د پیروانو ترمینځ د ګډ ژوند او خبرو اترو په یوه پُل بدل شوی دی.
د خبر لمبر: 3493075   خپرونې تاریخ : 2026/07/25

ایکنا- د امام حسین (ع) د سپېڅلي حرم اړونده د موکبونو او حسيني پلاؤ  څانګې اعلان کړی چې د عراق له بېلابېلو ولایتونو او همدارنګه له یو شمېر عربي، اسلامي او نورو هېوادونو څخه د سږکال حسینی  اربعین په مراسمو کې د ګډون لپاره له ۱۳ زرو او ۵۰۰ څخه زیات موکبونه ثبت شوي دي.
د خبر لمبر: 3493073   خپرونې تاریخ : 2026/07/25

ایکنا- د جاپان د بهرنیو چارو وزیر ووئيل چې د فلسطین د خلکو له حقوقو څخه نړیوال ملاتړ به لا هم زیات شي
د خبر لمبر: 3493072   خپرونې تاریخ : 2026/07/25

ایکنا- د امریکا د کانګرس  استازو مجلس  پرون ناوخته د جنګ د واکونو قانون (War Powers Act) له مخې د دوهم ځل لپاره یو پرېکړه‌لیک تصویب کړ چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پابند کوي،څو امریکایي پوځي ځواکونه له ایران سره له روان  جنګ  وباسي.
د خبر لمبر: 3493071   خپرونې تاریخ : 2026/07/25

د سپاه پاسدارانو خبرداری!
ایکنا- سپاه پاسدارانو په سیمې کې د امریکائي پوځي مرکزونود کوربه هیوادونو  خلکو ته په خطاب کې خبرداری ورکړی، دامریکائي پوځيانو د پوښښ اوپټيدا  له ځایونو دې فوري لیرې شي.
د خبر لمبر: 3493070   خپرونې تاریخ : 2026/07/24

ایکنا- د امریکا د ټیکساس ایالت په شمالي سیمو کې بېلابېلو جوماتونو د اسلام  د  دین له ښوونو سره د خلکو د لا زیاتې بلدتیا په موخې سره  خپلې دروازې د عامو خلکو پر مخ پرانیستي دي.
د خبر لمبر: 3493069   خپرونې تاریخ : 2026/07/23

ایکنا – په لبنان کې د «سراج میډیا» رسنیزې ډلې د سل ورځني پروګرام او د مستحبي عبادتونو او ورځنیو تلاوتونو د لارې نقشې په جوړولو سره داسې فرصت برابر کړی چې ځوان نسل یوازې د ماتم په شپوورځو کې نه، بلکې د خپل ورځني ژوند په بهیر کې هم د مقاومت د سیدالشهدا له عملي مکتب سره مل پاتې شي.
د خبر لمبر: 3493068   خپرونې تاریخ : 2026/07/23

ایکنا – په داسې حال کې چې په سماح  په سسټم کې د ۱۴۰۵ هجري لمریز کال د حسینې اربعین د زیارتوالو د نامو د ثبتولو بهیر  خپل اوج  ته نږدې کېږي، تر اوسه له یو میلیون او ۵۰۰  زرو څخه ډېرو کسانو په دې مراسمو کې د ګډون لپاره نوم‌لیکنه کړې ده؛ په دغو زیارتوالو کې کې له ۱۷ ورځني نوزېږېدي ماشوم څخه تر ۱۱۰ کلن زائر پورې کسان شامل دي.
د خبر لمبر: 3493066   خپرونې تاریخ : 2026/07/23

ایکنا-  ګینه هیواد  له فرانسې څخه په رسمي ډول غوښتي چې د لوېدیځې افریقا د فرانسوي استعمار پر ضد د مبارزې د مخکښ رهبر ساموري توره  شخصي قرآن کریم دې بېرته دغه هېواد ته وسپاري.
د خبر لمبر: 3493065   خپرونې تاریخ : 2026/07/23

ایکنا- د امریکا کرغیړن ولسمشر ډونالډ ټرمپ بلاخره  له سعودي عربستان سره د غیر پوځي ایټمي ملګرتیا هغه تړون لاسلیک کړ چې د دغه هېواد په خاورې کې د یورانیمو د بډایولو لپاره لاره هواروي.
د خبر لمبر: 3493064   خپرونې تاریخ : 2026/07/23

ایکنا – د بریتانیا پاچا  دریم چارلز   د انګلستان د کمبریج ښار د اروپا له لومړي چاپېریال‌دوست (شین) جومات څخه لیدنه وکړه او د دې جومات د چاپېریال سره سازګارې معمارۍ او ټولنیز رول ئې وستایه.
د خبر لمبر: 3493062   خپرونې تاریخ : 2026/07/22

ایکنا- د ۲۰۲۶ کال د جولائی شلمه د مصر او اسلامي نړۍ د نامتو قاري شیخ محمود علي البنا د وفات کلیزه ده. نوموړی د قرآن کریم د تلاوت له وتلو استادانو څخه و او تلاوتونه ئې په پراخه کچه شهرت لري.
د خبر لمبر: 3493061   خپرونې تاریخ : 2026/07/22

ایکنا- د عراق د شیعه اوقافو ادارې اړوند د قرآن علومو ملي مرکز د دغه هېواد د قرآني استعدادونو د شپاړسم پړاو عمومی  سیالیو د لومړنیو ازموینو د ترسره کولو لړۍ پیل کړې ده.
د خبر لمبر: 3493060   خپرونې تاریخ : 2026/07/22

ایکنا -   د فلسطین یو ۱۷ کلن فوټبالر چې تېره اوونۍ په لوېدیځي غاړې کې د صهیونیسټ مېشته ښارګوټواوسیدونکو د برید پر مهال په ډزو ټپي شوی و، د شنبې په ورځ، د چنګاښ په ۲۷مه، د سختو ټپونو له امله شهید شو.
د خبر لمبر: 3493053   خپرونې تاریخ : 2026/07/20

د یمن یو قاري وائي:
ایکنا - د یمن د قرآن کریم نړیوالو سیالیو قاري او داور محمد حسن علي الکباري ویلي، هر څوک چې د ایران د اسلامي انقلاب د شهید رهبر، حضرت آیت‌الله سید علي خامنه‌ای د درسونو او ویناوو غوره برخې په غور ولولي، نو دا به درک کړي چې هغه خپل ټول ژوند د قرآن کریم په غېږې کې تېر کړی و.
د خبر لمبر: 3493043   خپرونې تاریخ : 2026/07/19

د تهران د جمعې   لمونځ !
ایکنا- د تهران د جمعې لمانځه ګډونوالو د روانې اوونۍ د جمعې د لمانځه د خطبو له پیل مخکې، د چنګاښ په ۲۶مه، د «د وینې غچ او انتقام د ژمنې» متن ولوست. هغوی د اسلامي انقلاب له آرمانونو سره د خپلې وفادارۍ د نوي کولو ترڅنګ، د شهیدانو د لارې پر دوام، د ایران د اسلامي جمهوریت د قدرت د ساتنې او د شهیدانو د وینې د غچ اخیستنې پر تعقیب ټینګار وکړ.
د خبر لمبر: 3493042   خپرونې تاریخ : 2026/07/18

«د قرآن په اورېدو ارامي احساسوم»
ایکنا- د غزې له جنګ وروسته د یوې آزادې شوې اسیرې د قرآن کریم له تلاوت سره د هغې د انس انځوریز اسناد، په نیواکي سیمو کې نوی جنجال رامنځته کړی دی.
د خبر لمبر: 3493041   خپرونې تاریخ : 2026/07/18

ایکنا- د «صاعقه» عملیاتو په  څوارلسم ،پنځلسم او شپاړسم پړاؤنوکې تر څو ساعته مخکې پورې  په اردن ،عمان ،کویت ،بحرین او عربستان کې د امریکا د پوځ ستراتیژیک مرکزونه په نښه شول.
د خبر لمبر: 3493040   خپرونې تاریخ : 2026/07/18

ایکنا- ایکنا- د امریکائي صهیونیسټي  او عربستان د سترې دسیسې په دوام کې دکلابندئ  د ماتولو او د یرغل  پای ته د رسولو لپاره  یمن والو  پراخ لاریونونه وکړل.
د خبر لمبر: 3493039   خپرونې تاریخ : 2026/07/18