ایکنا-(تهران)د اسلامی ایران ولسمشر ابراهیم ریئسي پرون مازدیګر دبیجینګ په ونګ سی تاریخي جومات کې په شتون سره ددغه ښار دمسلمانانو او لمونځ ګوزارو په ټول په شتون د خوښئ په ښودلو سره په چین کې د اسلام د څه دپاسه زر کلنې مخنیې د شتون خبره وکړه او وې وئيل، دوه زره کاله مخکې هم د وریښمو لارې د ایران او چین دوه ستر تمدنونه له یوه بل سره ګنډلي دي.
د خبر لمبر: 3486908 خپرونې تاریخ : 2023/02/16
ایکنا-(تهران)د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشرابراهیم ریئسي نن په بیجینګ کې له رسمي هرکلی وروسته د چین له ولسمشر شی جی پینګ سره په لومړنۍ غونډه ترسره کړه او د دواړو هیودونو داړیکو په لاپیاوړتیا ئې ټينګار وکړ.
د خبر لمبر: 3486901 خپرونې تاریخ : 2023/02/14
ایکنا-(تهران) د ایران دخارجه وزارت ویندوي ناصر کنعاني نن په خبري کنفرانس کې د صهیونیسټ رژیم او امریکا پوځي مانورې په باب ووئيل، صهیونیسټي رژيم تیریو او امنیتی ضده اقداماتو ته په ځواب کې د ایران جدیّت په کرتو لیدلی او څپیړی خوند ئې څکلی دی.
د خبر لمبر: 3486895 خپرونې تاریخ : 2023/02/13
ایکنا-(تهران) د افغانستان د طالبانو د اطلاعاتو او د کلتور وزارت هم دوه میاشتې مخکې د امریکا غږ او د ازادۍ راډیو په ټيلي ویژني پروګرامونو باندې هم بندیز لګولی و.
د خبر لمبر: 3486886 خپرونې تاریخ : 2023/02/12
ایکنا-(تهران)باؤری خبری سرچینې وائي، امریکا او اروپايي هیوادونه سوریې ته د مرستو د رسولو مخه نیسي او دا په داسې حال کښې دي چې ترکیې ته د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو مرستې رسیدلي دي.
د خبر لمبر: 3486883 خپرونې تاریخ : 2023/02/11
ایکنا-(تهران)د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي دتهران په آزادۍ چوک کې د اسلامی انقلاب د بریالیتوب دکلیزې په میلیوني غونډې کې ددې خبرې په کولو سره چېځیني د پهلوی لاس پوڅي رژيم د څيرې په پاکولو پسې دي ،ووئيل، د اسلامی انقلاب د معظم لارښود په فرمان سره ، دمجاهدینو لپاره د علمي او تحقیقاتي او رونټیا ډګر یو داسې فرصت دی چې،د ټولنې لپاره په تیره بیا دځوانانو لپاره روښانه کړي، چې دغه تالي څټي(پهلوي رژيم) ددغه میړني ملت لپاره څوره ذلتونه ،وروسته پاتیوالي او نیمګرتیاوې درلودې.
د خبر لمبر: 3486881 خپرونې تاریخ : 2023/02/11
ایکنا-(تهران) پرویزمشرف د ۱۹۹۹ د اکتوبر په دولسمه،د پاکستان د پوځ د مشر په توګه پر لومړی وزیر نواز شریف کودتا وکړه او تر ۹ کلونو پورې د پوځ له مشر قوماندان سره سره ددغه هېواد ولسمشر هم وو.
د خبر لمبر: 3486857 خپرونې تاریخ : 2023/02/05
ایکنا-(تهران)د افغانستان د طالبانو لوړرتبه چارواکي د ملاهیبت الله اخوند زاده په څنګ ته کولو د غورعلت په هیواد کښې د انجلیو په زده کړې باندې بندیز ګڼي،ځکه چې د دوې له نظره د ښځو د زده کړې د موضوع په هکله د ناهیلیو زیاتیدل د طالبانو د حکومت د وحدت د ګډوډیدا لپاره یو ګواښ دی
د خبر لمبر: 3486839 خپرونې تاریخ : 2023/02/01
ایکنا-(تهران)د په لویدیځي آسیا او شمالی افریقا کې د اروپائي اتحادئې ویندوي لویئس بوئنو په ځينو اروپائي هیوادونو کې د آسماني کتاب قرآن کریم نسخوسپکاوی یو شرمونکی اقدام وبالۀ.
د خبر لمبر: 3486820 خپرونې تاریخ : 2023/01/29
ایکنا-(تهران) دافغانستان میرمنو د برقې یا چادري خرڅلاؤ چې د څه دپاسه نوی فیصدي افغان میرمنو او انجونوپوښښ دی او داسلامی حجاب او ستر په توګه و رڅخه استفاده کیږي،په آمازون کې چې د آنلاین پيرپلور یو تر ټولو لوي پلیټ فارم دی ، دټولنیزو چینلونو کارونکو ډير زیات پام ورآوړیدلی دی .
د خبر لمبر: 3486803 خپرونې تاریخ : 2023/01/25
ایکنا-(تهران) د سویډ د یوه افراطي یهودی په سپکاوي پسې په هالینډ کې ههم د یوې اسلام ضده ډلې مشر د قرآن کریم یوه نسخه ټوټه ټوټه کړه.
د خبر لمبر: 3486794 خپرونې تاریخ : 2023/01/24
ایکنا-(تهران)د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو عمومی قوماندان د سپاه په ضد د اروپائي پارلیمان د وروستي اقدام په غبرګون کې ووئيل،اروپایان له سپاه سره سیالي نشي کولی.
د خبر لمبر: 3486787 خپرونې تاریخ : 2023/01/23
ایکنا-(تهران)دلبنان د حزب الله غورځنګ د مشر مرستیال شیخ نعیم قاسم په یولړڅرګندونو کې د لبنان د ولسمشر د لازر ټاکل کیداپه ضرورت ټينګار وکړ،او وې وئيل،د ولسمشر ټاکل کیدا باید داوږدې مودې لپاره دوام ونه کړي،ځکه له استثنا پرته دغه خلاء د لبنان وضعیّت ته جدي تاوان دی.
د خبر لمبر: 3486780 خپرونې تاریخ : 2023/01/21
ایکنا-(تهران)ایکنا-(تهران)د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیرامیرعبداللهیان په انقره کې د ترکیې له خارجه وزیر چاووش اوغلوسره په ګډ خبری کنفرانس کې په افغانستان کښې د بدلونونو او له زده کړې او کار څخه د میرمنو او نجونو په بې برخې کولو کښې د افغانستان د موقته حکومت کړنلاره د اسلام د مبین دین له رحماني نظر سره په ټکر کښې وبلله.
د خبر لمبر: 3486769 خپرونې تاریخ : 2023/01/18
ایکنا-(تهران)د افغانستان د بهرنیو چاارو د وزارت او د اقتصادي وزارت مخي ته د پرونیو بریدونو مسئولیت چې کابو پنځه شپيته کسانو وینه پکې بهیدلې ،د داعش جنایتکارې او تتکفیری ترهه ګرې ډلې په غاړه واخیست..
د خبر لمبر: 3486742 خپرونې تاریخ : 2023/01/12
ایکنا-(تهران) د یمن په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي د عربستان له مسئولانو سره موافقه کړې ده چې یمن په دوو شمالي او جنوبی برخو ویشي.
د خبر لمبر: 3486735 خپرونې تاریخ : 2023/01/11
ایکنا-(تهران)د لبنان د حزب الله دعمومی منشي مرستیال شیخ نعیم قاسم د متحده عربی اماراتو د حکومت ددغې فیصلې په غبرګون کې ووئيل، ښه خو دا وه چې د هولو کاسټ د نصاب په ځاي،د فلسطین د ملت په ضد د صهیونیسټانو په وسیله د شوي واقعي قتل عام په وړاندې کار شوی وائ.
د خبر لمبر: 3486734 خپرونې تاریخ : 2023/01/11
ایکنا-(تهران)د اسلامی انقلاب ستر لارښود د قم له زرګونو خلکو سره په کتنې کې وفرمائيل؛مونږ ولې وایو چې د مرغومې د میاشتې نولسمه نیټه د قم یوه تاریخي اوبدلون رامنیځةکونکي پيښه ده؟ځکه دا دیوه لوي جهاد پيلامه ده.له همدغه ځایهیو لوي جهاد پيل شو او په درست هیواد کې خور شو چې ددغه جهاد موخه هم دا وه چې ګران ایران دلویدیځ له هاضمې بیرته راوباسئ.
د خبر لمبر: 3486726 خپرونې تاریخ : 2023/01/09
قرآنی سورې/54
ایکنا-(تهران)تردې دمهد هغې څيریدا یا درز د دلیل لپاره چې په میاشتې کې رامینځةشوی ،یو شان نظر نشته ،البته د ځينو متفکرانو په وینا، دغه درز،له پيړیو پيړیو مخکې راهسې رامینځةشوی او دهغه څه په اساس چې په قرآن کې راغلي دي ،دغه درز د اسلام د ګران پیغمبر(ص) له معجزې پاتې اثار دي.
د خبر لمبر: 3486719 خپرونې تاریخ : 2023/01/08
ایکنا-(تهران)په ۲۰۲۲کال کې اسلام او مسلمانان په نړیوالو بدلونونو کې په مختلفو حوزو کې له ډيرو ترینګلتیاؤ او مشکلاتو سره مخامخ وواو په ځينو ډګرونو کې ئې اغیزې شیندلی دي چې په هغوکې په تیر کال کې د قطر د فټ بال دنړیوال جام په بریالیتوب ااو ډير ښه ترسره کیدا سره د اسلامی نړۍ یو ارزښتمن او اوڅاره بریالیتوب حسابیږي.
د خبر لمبر: 3486715 خپرونې تاریخ : 2023/01/07