قرآنی انس - پاڼه 4

IQNA

بچوې
ایکنا -  د ایران  یوه نړیوال قاری او تکړه قرآني فعال  جعفر فردي  په زړه پورې غږ سره  د حضرت  امام رضا علیه السلام په سپيڅلي حرم کې  د اسراء سورې  له لومړي تر دریم آیتونو پورې او دغه راز  د نازعات سورې  د ۲۶ او ۲۷ آيتونو په زړه پورې  تلاؤت کړ ی  دی .
د خبر لمبر: 3492952   خپرونې تاریخ : 2026/06/23

ایکنا- د معلوماتو له مخې، شاوخوا دوه کاله وړاندې هم د افغانستان د طالبانو حکومت  د تمدن ټیلويژن پر دفتر عملیات کړي وو، خو هغه مهال ئې خپرونې نه وې درولې اوس ئې په داسې حال کې ددغه ټيلیویژني چینل خپرونې تړلي چې ښائي په محرم الحرام میاشت کې ددغه ټيلیویژني چینل له خوا د حسینی تاسوعا او عاشورا د شپو ورځو په مناسبت ځانګړي دینی پروګرامونه خپریدل.
د خبر لمبر: 3492951   خپرونې تاریخ : 2026/06/23

ایکنا-  هغه الوتکه چې ایرانی ولسمشر پرې پاکستان ته راغلی، «میناب 168» نومېږي. دغه نوم په ایران کې پر یوه ښوونځي د برید پر مهال د شهید شویو ماشومانو په یاد کیښودل شوی دی. دا له جنګ وروسته د ایران د اسلامی جمهوریت  ولسمشر لومړنی بهرنی سفر ګڼل کېږي. له هغه سره د ایران د پارلمان مشر  محمدباقر قالیباف او د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم ملګري دي.
د خبر لمبر: 3492950   خپرونې تاریخ : 2026/06/23

ایکنا- میرمن حورا یاسین باور لري چې مونږ ټول تر هر څه وړاندې د کربلا له مکتب سره تړاو لرو؛ یو داسې مکتب چې مونږ ته ئې قدرت ، عقیده، یقین، ایمان، صبر او زغم راکړی دی. د لبنان سرښندونکې کورنۍ  اوس د کربلا د درسونو ژوندۍ بېلګې دي؛ ځکه چې دوی خپل ځانونه، مالونه او اولادونه قرباني کړي دي. همدا د ایمان قدرت  دی چې مونږ ته ئې د مصیبتونو پر وړاندې د صبر توان راکړی، څو د خدای تعالی په مرسته او امید سره د مقاومت میراث ژوندی وساتو.
د خبر لمبر: 3492949   خپرونې تاریخ : 2026/06/23

ایکنا - د الازهر اسلامي مرکز د ازهري مؤسسو څانګې په ټول مصر کې د قرآن د حفظ مرکزونو (مکتب‌خانو) لپاره د قرآن کریم د نسخو د وېش یوه طرحه پیل کړې ده.
د خبر لمبر: 3492948   خپرونې تاریخ : 2026/06/23

ایکنا- د ملایشیا د ساراواک صوبې د چاپېریال ساتنې له اصولو سره سم یو ځانګړی نوښت خپل کړی چې د زړو، شلیدلو او  له کاره لویدلو قرآنونو د درناوي او ښخولو لپاره کارول کېږي
د خبر لمبر: 3492946   خپرونې تاریخ : 2026/06/23

ایکنا- په دوو افریقائي هیوادونو نیجر او نیجریه کې د محرم  الحرام د میاشتې د عزادارۍ مراسم په ۴۰۰ ښارونو او سیمو کې ترسره شول او داسې پراخ سیمه‌ییز رنګ ئې خپل کړی چې له ښارونو او ایالتونو له پولو هم واوښت.
د خبر لمبر: 3492944   خپرونې تاریخ : 2026/06/22

ایکنا - د فارس خلیج   سیمې هېوادونو په وروستیو کلونو کې هڅه کړې چې د جوماتونو معماري، د چاپېریال ساتنې او د انرژۍ د اغېزمن مصرف له اصولو سره سمه بدله او  اوسمهماله کړي.
د خبر لمبر: 3492942   خپرونې تاریخ : 2026/06/22

ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د اسرائیلي رژیم د کورني امنیت د وزیر د پاروونکو څرګندونو په غبرګون کې ویلي: «د مرګ فرقه د ټول بشریت لپاره یو ګواښ دی.»
د خبر لمبر: 3492932   خپرونې تاریخ : 2026/06/20

ایکنا- په سعودي عربستان کې د محرم الحرام د لومړۍ ورځې او د ۱۴۴۸ هجري قمري کال  له  پیل سره سم، د بیت الله الحرام پرده بدله او نوې پرده پرې وځړول شوه.
د خبر لمبر: 3492929   خپرونې تاریخ : 2026/06/18

ایکنا-  د مصر د اوقافو وزارت د دوشنبې په ورځ،د جون ۱۵مه (۲۵ غبرګولی)، د اوسمهاله پړاو د قرآن کریم د تلاوت له مخکښو څېرو څخه د مرحوم شیخ اسماعیل حلمي حجاب د زوکړې کلیزه ونمانځله.
د خبر لمبر: 3492928   خپرونې تاریخ : 2026/06/18

ایکنا-  د ایران د قرآن کریم د نړیوال قاري هاشم روغني په ښکلي غږ  سره د قرآن کریم د  محمدسورې له  ۱ څخه تر ۹ آیتونو او د سورې بینه له  ۱ څخه تر ۴ آیتونو تلاوت، چې د امام رضا (ع) په سپېڅلي حرم کې  شوی،
د خبر لمبر: 3492925   خپرونې تاریخ : 2026/06/17

ایکنا- د سعودي عربستان د اسلامي چارو، دعوت او ارشاد وزارت اعلان کړی چې د روان حج په موسم کې ئې حاجيانو ته درې لکه   ۷۴ زره او ۶۶۰ د قرآن کريم نسخې ډالۍ کړې دي.
د خبر لمبر: 3492924   خپرونې تاریخ : 2026/06/17

ایکنا- د افغانستان د شیعه علماوو شورا د محرم  الحرام  د غمجنو شپو ورځو  د رارسېدو په مناسبت په خپرې کړئ اعلامیې کې له امنیتي مسئولینو غوښتي چې د محرم او عاشورا د مراسمو د پرتمین او خوندي ترسره کېدو زمینه برابره کړي او د ټولو ښاریزو دیني او مذهبي حقوقو ته پاملرنه وکړي.
د خبر لمبر: 3492919   خپرونې تاریخ : 2026/06/16

ایکنا- د محرم میاشتې د رارسېدو په درشل کې، د حضرت امام حسین (ع)د  سپېڅلې آستان  د حرم د ګنبد د بیرغ د بدلولو د مراسمو نېټه اعلان کړه.
د خبر لمبر: 3492918   خپرونې تاریخ : 2026/06/16

ایکنا- د علوي سپېڅلي آستان له لورې د نهج‌البلاغې د يوې نفيسې او ګنجينه‌ ا ي نسخې د ليکلو د پروژې د پيل خبر ورکړل شوی، چې د اسلامي نړۍ په کچه د خپل ډول لومړنۍ پروژه بلل کېږي.
د خبر لمبر: 3492916   خپرونې تاریخ : 2026/06/16

ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت  بهرنیو چارو وزارت مرستیال له  امریکا سره د شوي تفاهم په اړه وویل چې د دوشنبې د ورځې له سهار څخه دوه سمدستي بدلونونه رامینځته کېږي؛ لومړی  د لبنان پشمول په ټولو جبهوکې  د جګړې پای ته رسېدل او دویم د سمندري کلابندئ ختمېدل دي.
د خبر لمبر: 3492914   خپرونې تاریخ : 2026/06/15

ایکنا- فاطمه کېټس د برېتانيا له مخکښو مسلمانو څېرو څخه ګڼل کېږي. نوموړې د لېورپول لومړنۍ پېژندل شوې مېرمن وه چې اسلام يې ومانه او سره له دې چې له سختو ټولنيزو او شخصي ستونزو سره مخ شوه، د نولسمې پېړۍ په وروستيو کې ئې په برېتانيا کې د اسلامي ښوونو د خپرولو په برخې کې مهم رول ولوباوه.
د خبر لمبر: 3492913   خپرونې تاریخ : 2026/06/15

ایکنا-  د ملک فهد د قرآن کريم د چاپ  کمپلیکس  د قرآن کريم د معناوو غږيزې ژباړې په تاجيکي او ويتنامي ژبو د خپلې رسمي وېبپاڼې له لارې د مخاطبانو لپاره وړاندې کړې دي.
د خبر لمبر: 3492912   خپرونې تاریخ : 2026/06/15

ایکنا- د پاکستان شیعه عالمانو د محرم د میاشتې د عزادارۍ په مراسمو کې د ګډونوالو د امنیت د تضمین لپاره د اړینو تدبیرونو پر اهمیت ټینګار کړی او د اسلامي یووالي د پیاوړتیا او د دې میاشتې د مراسمو د مسئولیت‌پالنې او منظمې ادارې په فضا کې ئې  د ترسره کېدو غوښتنه کړې ده.
د خبر لمبر: 3492910   خپرونې تاریخ : 2026/06/14