اسلامی امت - پاڼه 2

IQNA

بچوې
ایکنا- ځینې کسان باور لري چې د روسانو د قرآن له  ژباړې سره ګروهنه تاریخي ریښه نه لري او یوازې د شوروي اتحاد تر ړنګېدو وروسته رامنځته شوې ده. خو تاریخ ښئي چې مسلمانانو په ټولو  پړاؤنو کې د قرآن کریم نقلولو  او ژباړې ته پاملرنه کړې او روسي ختیځ‌پوهانو هم د دې سپېڅلي کتاب په ژباړې کې ستره ونډه لرلې ده.
د خبر لمبر: 3492815    خپرونې تاریخ : 2026/05/24

ایکنا -  پر عامه افکارو سربېره، د اروپائي پارلمان یو شمېر غړو هم د صهیونیسټي رژیم او د دغه رژیم د ځینو چارواکو پر ضد د اروپائي ټولنې د جدي اقدام غوښتنه کړې ده.
د خبر لمبر: 3492814    خپرونې تاریخ : 2026/05/24

ایکنا- سعودي عربستان اعلان کړی چې تر ، جمعې ورځې پورې، له ۱.۵ میلیونو څخه زیات حاجیان د حج د ادا کولو لپاره دغه هېواد ته داخل شوي دي، چې ډېری ئې د هوايي پولو له لارې ورغلي دي.
د خبر لمبر: 3492811    خپرونې تاریخ : 2026/05/23

د فلسطین د اوقافو وزارت:
ایکنا- د فلسطین د اوقافو وزارت په یوې اعلامیې کې د صهیونیسټانو هغه اقدام وغنده چې د مسجد ابراهیمي دېوالونه ئې د اسرائیلو د بیرغ په رنګونو روښانه کړي وو، او دا ئې د دې سپېڅلي جومات د مقام ښکاره سپکاوی وباله.
د خبر لمبر: 3492810    خپرونې تاریخ : 2026/05/23

ایکنا-  شیخ سید عامر عثمان، د مصر پخوانی شیخ‌القراء ؤ، چې د مصر د پنځو سترو قاریانو د تلاوت شوي قرآن د ثبت څارنه ئې کړې وه. نوموړی د پیغمبراکرم(ص) په ښار مدینه منوره کې وفات شو.
د خبر لمبر: 3492808    خپرونې تاریخ : 2026/05/23

ایکنا- د قرآن کریم په اوکرایني ژباړې کې تازه هڅه شوې چې د دې مقدس کتاب په اړه په اوکراین کې د موجودې شیعه لیدلوري تشه ډکه کړي، او د نوې تفسیرونو له لارې ئې دا کار کړی دی.
د خبر لمبر: 3492797    خپرونې تاریخ : 2026/05/20

 ایکنا-  د حلالو شیانو  د  ۲۰۲۶ نندارتون او  دغه راز د حلالو شیانو   دولسمه نړیواله غونډه به د تیونس شرکتونو او اقتصادي متخصصینو په ګډون په استانبول کې ترسره شي.
د خبر لمبر: 3492794    خپرونې تاریخ : 2026/05/19

ایکنا-  د ایران په جنوب ختیځ کښې د سیستان او بلوچستان اهل سنت علماو وویل چې د مکران په سواحلو کښې د اهل سنت قبیلو ترڅنګ د ایران د اسلامي جمهوریت د سپاه پاسدران او پوځ له سمندري ځواکونو هرډول ملاتړ ته تیار دي.
د خبر لمبر: 3492780    خپرونې تاریخ : 2026/05/16

اسلامی جهاد!
ایکنا- د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ ویندوي محمد الحاج موسی  په الاقصی جومات د صهیونیسټانو دتیریو او د ؛بیرغ  لاریون؛ باندې په غبرګون کې دغه اقدامت په سخته محکوم کړل.
د خبر لمبر: 3492779    خپرونې تاریخ : 2026/05/16

ایکنا-  د قرآنی ټولنې په  اداره کولو کې د بنیادي او حیاتی  اصولو  د بیانولو لپاره د قرآن، حقیقت اوحکمرانئ  په نامې سره  دنړیوالو سمینارونو لړئ ترسره کیږي.
د خبر لمبر: 3492778    خپرونې تاریخ : 2026/05/16

 د پاکستان  د جمعیت علمای اسلام ف څانګې مشر د امریکا د ولسمشر پر ډیپلوماټیکو ژمنو د خیانت،له  جامعې نړیوالې ایټمي موافقې څخه پر یو اړخیز وتلو او پر ایران د جګړې د  د تپلو په وجه سختې نیوکې وکړې او وې ویل، Donald Trump د نوبل د سولې جایزې مستحق نه دی، بلکې هغه په فارس خلیج کې د اوسني بې‌ثباتۍ اصلي لامل  او د لسګونو زره مسلمانانو قاتل دی.
د خبر لمبر: 3492767    خپرونې تاریخ : 2026/05/13

یاددښت!
ایکنا- د احمدرضا رضوي زراره له خوا، د هند د علماوو د مجلس د قم څانګې مسئول په یوه یاددښت کې لیکلي دي،د اسلامی انقلاب شهید رهبر؛ د«اشداء علی الکفار، رحماء بینهم» ژوندی تفسیر دی
د خبر لمبر: 3492760    خپرونې تاریخ : 2026/05/12

ایکنا-  د عربستان  او کویت چارواکو  د بحرین د  دا هل تشیَع د روحانیونو او عالمانو  پر ضد د بحرین د حکومت له اقدام څخه ملاتړ وکړ؛ هغه اقدام چې د سیاسي مخالفینو د سیستماتیک ځپلو یوه بڼه ګڼل کېږي.
د خبر لمبر: 3492759    خپرونې تاریخ : 2026/05/12

ایکنا- د ناروې د دیني او فکري مشرانو غونډه د دغه  هېواد په پلازمېنې اسلو کې د دیني او فکري بنسټونو د لوړپوړو استازو په ګډون ترسره شوه.
د خبر لمبر: 3492750    خپرونې تاریخ : 2026/05/10

ایکنا- د ملایشیا د لومړي وزیر مرستیال په خپلو خبرو کې وغوښتل چې اسلامي زده‌کړې او اخلاقي ارزښتونه دې د هېواد په ملي تعلیمي سیستم کې ورځاي  شي.
د خبر لمبر: 3492749    خپرونې تاریخ : 2026/05/10

ایکنا- په  کربلا  کې د حضرت عباس علمدار (ع) سپېڅلي حرم اړوند د الکفیل میوزیم د خپل تاریخي میراث په مینځ کې  د برونزو یوه فلزي ټوټه، چې د قرآني آیتونو نقش پرې شوی، ساتلې او ثبت کړې ده.
د خبر لمبر: 3492747    خپرونې تاریخ : 2026/05/10

ایکنا- سره له دې چې د حج  د زیارتوالو  لېږد درې اوونۍ مخکې پیل شوی ، سعودي عربستان ناڅاپه د عمر محدودیت په وضع کولو سره له  ۱۵ کلونو څخه  کم عمره زیارتوالو پر داخلېدو بندیز ولګاوه.
د خبر لمبر: 3492745    خپرونې تاریخ : 2026/05/09

ایکنا- د یمن د پلازمېنې صنعا په یوه ساده او له آرامښته په ډک  کور کې، د بلال مهدي الشرعبي کیسه پیل شوه؛ د یمن  هغه هلک چې اوس څوارلس کلن دی.د  نوموړي د ژوند له سختیو سره سره، هغه قرآني میراث ته وفادار پاتې شو چې پلار ئې ورته پرې ایښی و.
د خبر لمبر: 3492744    خپرونې تاریخ : 2026/05/09

ایکنا- یوې فلسطیني هنرمندې  د غزې د بندر په پلیټ فارم کې په شتون سره ،  په دیوال باندې په هنري نقاشې  کې  د صمود په نامې سره  د مرسته  کونکو کشتیو  له کاروان سره  د پيوستون  د اعلان په خاطر  د مقاومت په بیلګې سره  یو ډیر په زړه پورې هنر ثبت او انځور کړ .
د خبر لمبر: 3492738    خپرونې تاریخ : 2026/05/07

ایکنا- د افغانستان د طالبانو حکومتی چارواکي وائي؛ د وګړو لپاره د امنیت په تامینولو کښې د هیڅ توپير ته قایل نه دي او ټول خلک به له کوم توپيره  له یو شان   امنیته برخمن دي.
د خبر لمبر: 3492736    خپرونې تاریخ : 2026/05/06