قرآنی خبرونه - پاڼه 3

IQNA

بچوې
ایکنا- د حج تمتع د مناسکو له رسمي پیل سره هم‌مهاله، د سعودي عرب چارواکو وئيلي دي چې د بیت‌الله الحرام د حاجیانو لومړۍ ډلې د «مِنا» مشعر ته رسېدلي دي او د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د حج مراسمو، په ځانګړي ډول د «یوم الترویه» لپاره ټول اجرائي، خدماتي او ډیجیټلي تدابیر بشپړ شوي دي.
د خبر لمبر: 3492827    خپرونې تاریخ : 2026/05/26

ایکنا - د یوې نړیوالې اعتبارسنجۍ ادارې شننې ښودلې چې ملایشیا د حکومتي ملاتړ په برکت د نړۍ د حلال صنعت په برخې کې مخکښ هېواد ګرځېدلی دی.
د خبر لمبر: 3492826    خپرونې تاریخ : 2026/05/26

ایکنا- حاج محمد سالم عیاصره، چې په «ابو زکریا» مشهور و، د اردن د ساکب د زکوات او صدقاتو د کمېټې غړی او د  کابو  ۲۰۰ زره د قرآن کریم نسخو د ترمیم د پروژې خاوند ؤ، وفات شو.
د خبر لمبر: 3492825    خپرونې تاریخ : 2026/05/26

ایکنا- په غزې تړانګې کې د جګړې له ورانیو سره سره، په خان‌یونس ښار کې د «نور» قرآني مدرسه هڅه کوي چې د قرآن کریم له لارې د انسان د روحي او معنوي بیا رغونې په موخه، له دوه نیمو کلونو وژنو، بې‌ځایه کېدو، لوږې او محرومیت وروسته، د ژوند نوې هیله راژوندۍ کړي.
د خبر لمبر: 3492824    خپرونې تاریخ : 2026/05/26

ایکنا - یوسف جعفرزاده او امید حسيني‌نژاد د تحقیق قرائت په څانګه کې، او محمد لائیني او امیرحسین عطازاده به د ټول قرآن د حفظ په څانګه کې د کربلا  د قرآن کریم د سیالیو په پنځم پړاو د «کربلا سترې جایزې» په نامې سره په سیالیو کې  کې ګډون وکړي. همداراز دوه زلمی قرآني ځوانان او د ایران یو شمېر قرآني استادان د قاضیانو او مېلمنو په توګه دغه پروګرام ته  بلل شوي دي.
د خبر لمبر: 3492823    خپرونې تاریخ : 2026/05/25

ایکنا-  دفلسطین د اسلامی مقاومتی غورځڼګ حماس مشرانو  ویلي چې اروپا ته د نتانیاهو د کابینې د یوه وزیر په واریدیدا بندیز د صهیونیسټي رژیم د نړیوالې انزوا د زیاتېدو څرګندونه کوي.
د خبر لمبر: 3492822    خپرونې تاریخ : 2026/05/25

ایکنا - د سعودي عربستان چارواکو وئيلي دي چې د حج د زیارتوالو د لا ښه خدمت لپاره یې په مسجدالحرام او مسجدالنبي کې د یخَولو او سمارټ  رڼا ستر سیستمونه فعال کړي دي؛داسې سیستمونه چې د نړۍ له تر ټولو لویو سړوَنکو او رڼا ورکونکو ټولګو شمېرل کېږي او د پرمختللو ټیکنالوژیو په مرسته د میلیونونو حاجیانو هوساینه او امنیت تضمینوي.
د خبر لمبر: 3492821    خپرونې تاریخ : 2026/05/25

ایکنا- په عراق، په تیره بیا په نجف کې، له ډېرو کلونو راهیسې په جوماتونو او بېلابېلو دیني محفلونو کې د قرآن د وېش لپاره پر هغو نسخو تکیه کېده چې له هېواده بهر چاپېدل؛ خو په وروستیو کلونو کې د بیروت او مدینې د چاپ شوو نسخو پر ځای، د «مصحف نجف اشرف» پروژه چې د عباسي سپېڅلي آستان په هڅو ئې بنسټ کېښودل شوی،د هغه لومړني قرآن په توګه راڅرګنده شوی چې له پیل تر پایه یې بشپړ عراقي هویت درلود.
د خبر لمبر: 3492820    خپرونې تاریخ : 2026/05/25

ایکنا - د پولنډ پلازمېنې وارسا اسلامي فرهنګي مرکز د «د میوزیمونو شپه ۲۰۲۶» په نوم د یوې غونډې کوربه و، چې پکې د بېلابېلو دینونو او کلتورونو ګڼ شمېر لیدونکو پراخ ګډون کړی و.
د خبر لمبر: 3492817    خپرونې تاریخ : 2026/05/24

ایکنا- ځینې کسان باور لري چې د روسانو د قرآن له  ژباړې سره ګروهنه تاریخي ریښه نه لري او یوازې د شوروي اتحاد تر ړنګېدو وروسته رامنځته شوې ده. خو تاریخ ښئي چې مسلمانانو په ټولو  پړاؤنو کې د قرآن کریم نقلولو  او ژباړې ته پاملرنه کړې او روسي ختیځ‌پوهانو هم د دې سپېڅلي کتاب په ژباړې کې ستره ونډه لرلې ده.
د خبر لمبر: 3492815    خپرونې تاریخ : 2026/05/24

ایکنا- هالېنډ د جمعې په ورځ اعلان  کړی چې له اسرائیلي  ښارګوټو څخه واردېدونکي توکي به بایکاټ کړي او د اروپائي اتحادئې له غړو هېوادونو ئې وغوښتل چې ورته اقدامات  وکړي.
د خبر لمبر: 3492813    خپرونې تاریخ : 2026/05/24

ایکنا- سعودي عربستان اعلان کړی چې تر ، جمعې ورځې پورې، له ۱.۵ میلیونو څخه زیات حاجیان د حج د ادا کولو لپاره دغه هېواد ته داخل شوي دي، چې ډېری ئې د هوايي پولو له لارې ورغلي دي.
د خبر لمبر: 3492811    خپرونې تاریخ : 2026/05/23

د فلسطین د اوقافو وزارت:
ایکنا- د فلسطین د اوقافو وزارت په یوې اعلامیې کې د صهیونیسټانو هغه اقدام وغنده چې د مسجد ابراهیمي دېوالونه ئې د اسرائیلو د بیرغ په رنګونو روښانه کړي وو، او دا ئې د دې سپېڅلي جومات د مقام ښکاره سپکاوی وباله.
د خبر لمبر: 3492810    خپرونې تاریخ : 2026/05/23

ایکنا- په داسې حال کې چې د لوېدیځې غاړې فلسطیني حاجیان د حج لپاره سعودي عربستان ته روان شوي، د غزې تړانګې اوسېدونکي د دریم پرله‌پسې کال لپاره د حج له فریضې بې‌برخې پاتې دي. جنګ ، د رفح پولې تړل کېدو او د کلابندئ دوام، د زرګونو فلسطینیانو لپاره د حج سفر په یوه نه ترلاسه کېدونکي خوب بدل کړی دی.
د خبر لمبر: 3492809    خپرونې تاریخ : 2026/05/23

ایکنا-  شیخ سید عامر عثمان، د مصر پخوانی شیخ‌القراء ؤ، چې د مصر د پنځو سترو قاریانو د تلاوت شوي قرآن د ثبت څارنه ئې کړې وه. نوموړی د پیغمبراکرم(ص) په ښار مدینه منوره کې وفات شو.
د خبر لمبر: 3492808    خپرونې تاریخ : 2026/05/23

ایکنا-  د افغانسنان د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د یوناما له سرپرستې جورجت ګانیون سره په لیدنې کې ټینګار کړی، چې افغانستان حق لري، د ملګرو ملتو او په نورو نړیوالو اورګانونو کې رسمي استازولي ولري.
د خبر لمبر: 3492805    خپرونې تاریخ : 2026/05/21

ایکنا- د الازهر د قرآن کریم د چارو عمومي مشر وئیلي دي، د دې مرکز د زده‌کوونکو لپاره د اوړي په رخصتیو کې د قرآن د حفظ د اسانتیا پروګرام پیل شوی دی.
د خبر لمبر: 3492804    خپرونې تاریخ : 2026/05/21

 ایکنا- د لبنان د طرابلس ښار د «ایمان» اسلامي ښوونځیو په تعلیمي مجتمع کې د قرآن کریم د کلنیو سیالیو دوه څلوېښتم پړاو ترسره شو.
د خبر لمبر: 3492803    خپرونې تاریخ : 2026/05/21

ایکنا- د سعودي عربستان  چارواکو د سږ کال د حج د مراسمو لپاره سخت مقررات وضع کړي دي، چې له مخې ئې ځینې کسان  د حج له ادا کولو منع شوي دي.
د خبر لمبر: 3492801    خپرونې تاریخ : 2026/05/21

ایکنا-  د ایران د اصفهان ولایت د سپاهان زرین دام کرهڼیز او صنعتي شرکت، چې د مستضعفانو  فاونډیشن  پورې اړه لري،توانیدلی دی چې  له کرهڼیزو ظرفیتونوڅخه په استفادې سره ۲۴ هیکټره مځکې باندې محمدي ګل وکري او  په اصفهان په ولایت کې  دغه فارم د دغه ارزښتناک  محصول د تولید  په یوه مهم  مرکز بدل کړي .
د خبر لمبر: 3492800    خپرونې تاریخ : 2026/05/20