صفحه نخست

فعالیت قرآنی

سیاست و اقتصاد

بین الملل

معارف

اجتماعی

فرهنگی

شعب استانی

چندرسانه ای

عکس

آذربایجان شرقی

آذربایجان غربی

اردبیل

اصفهان

البرز

ایلام

خراسان جنوبی

بوشهر

چهارمحال و بختیاری

خراسان رضوی

خراسان شمالی

سمنان

خوزستان

زنجان

سیستان و بلوچستان

فارس

قزوین

قم

کردستان

کرمان

کرمانشاه

کهگیلویه و بویر احمد

گلستان

گیلان

لرستان

مازندران

مرکزی

هرمزگان

همدان

یزد

بازار

صفحات داخلی

کد خبر: ۱۲۲۵۶۸۹
تاریخ انتشار : ۲۰ ارديبهشت ۱۳۹۲ - ۱۹:۱۶
د تهران دجمعې خطيب

د تهران دجمعې خطيب امام په دين باوری ولايت مداری ښه اخلاق اوپه قانون پايبندی دايران دراتلونكی ولسمشر مهم اصول وبلل .


سياسی او ټولنيزه ډله: د تهران دجمعې خطيب امام په دين باوری ولايت مداری ښه اخلاق اوپه قانون پايبندی دايران دراتلونكی ولسمشر مهم اصول وبلل .


د ايران د قران نړيوال خبری اژإنس ايكنا د يو راپور پر اساس، د تهران دجمعې خطيب آيت الله احمد خاتمی وويل كه چېرې دايران منتخب ولسمشر په دينی باورونو ولايت فقيه او قانون عقيده ولری نوهیڅكله به هم ددښمنانو ددسيسوپه دام كې ګير نشی او دستونزوپروړاندې به په شاتګ ونكړی


نوموړی دايران دراتلونكی ولسمشر ټاكنه لوړ بصيرت او ځيرتيا كولوته اړينه وبلله اوزياته یې كړه چې كه چېرې دايران ملت دنوماندانوپه اړه څیړنې وكړی نوله كوم شك پرته ترټولو ښه او اصلاح شوی كس به وټاكل شی


ښاغلی احمد خاتمی دولسمشری په ټاكنوكې دخلكو دپرتمينه ګډون دمخنيوپه اړه دنړيوال ښكيلاك او صهيونيزم هڅوته په اشارې سره وويل او ټينګا ریې وكړ نړيوال استكبار هڅه كوی چې دټاكنو دفضا دنه ازاد والی په القاء سره دالويه لړی داغی كړی خو دايران ملت به دجوزا دڅلورويشتمې دلویې حماسې په رامنځته كولو سره نړيوال حيران كړی


دتهران دجمعې خطيب دغه راز په ټاكنوكې دخلكوپرتمينه ګډون ډېر ارزښتمن وباله او ویې ويل په ټاكنوكې ګډون دايران داسلامی جمهوريت له نظام له اصل سره دژمنتيا څرګندوی دی


نوموړی دولسمشری په ټاكنوكې له نوماندانوڅخه هم وغوښتل چې داساسی قانون له ساتندويه شورا څخه دصلاحيت له اخيستلو وروسته دايران داسلامی جمهوريت دقانون او اسلامی نظام له اصولو سره سم يپل كړی


ښاغلی احمد خاتمی دغه راز دجمعې دلمانځه په خطبه كې دسوریې دوروستيو بدلونونو او په دې هيوادكې داسلام دګران پيغمبر ص دصحابی حجربن عدی سپیڅلې مقبرې دسپكاوی په اړه وويل : له دې عمل سره دسنی او شيعه عالمانو غبرګون وښوده چې دوی له مذهبی او فرقه يی فتنې پروړاندې ګډ دریځ لری


آيت الله خاتمی دغه راز دسوریې په خاوره داسرائيلو دجنګی الوتكوپه اړه هم وويل چې دبريد دسوریې دمخالفينو خيانت او له صهيونست رژيم سره ددوی همكاری دټولو لپاره ثابته كړه


1225637