صفحه نخست

فعالیت قرآنی

سیاست و اقتصاد

بین الملل

معارف

اجتماعی

فرهنگی

شعب استانی

چندرسانه ای

عکس

آذربایجان شرقی

آذربایجان غربی

اردبیل

اصفهان

البرز

ایلام

خراسان جنوبی

بوشهر

چهارمحال و بختیاری

خراسان رضوی

خراسان شمالی

سمنان

خوزستان

زنجان

سیستان و بلوچستان

فارس

قزوین

قم

کردستان

کرمان

کرمانشاه

کهگیلویه و بویر احمد

گلستان

گیلان

لرستان

مازندران

مرکزی

هرمزگان

همدان

یزد

بازار

صفحات داخلی

کد خبر: ۱۳۰۱۱۲۲
تاریخ انتشار : ۱۷ مهر ۱۳۹۲ - ۱۹:۵۵
د اسلامی انقلاب ستر لارښود ايت الله خامنه ای

د اسلامی انقلاب ستر لارښود وفرمايل د ايران ځوانې تكړه څيرې، د راتلونكی انجنيران او پلانګران او په نړۍكې د اغيزمن رول لوبوونكی دی.



د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، حضرت ايت الله العظمی خامنه ای نن د پوهنتونو تر زرو له زياتو ځوانو او تكړه څيرو سره په كتنه كې په دې بيان سره چې چټك علمی پرمختګ د اسلامی نظام آری سياست دی ، وفرمايل: د ايران متفكر كسان يا تينك ټينكس دې نتيجې ته رسيدلې دی چې كه سختيو، خطر و او ښويداڼو تيريدا څو ركنونو ته اړتيا ولری ضرور یې يو ركن علمی پرمختګ دی.


د اسلامی انقلاب ستر لارښود د ايران لوړو استعدادونو او وسونو ته په اشارې سره زياته كړه : د ايرانيو نابغو وړتيا په دې حد كې ده چې هر علمی او ټيكنالوجيكی هدف ته چې په هيواد كې یې بنياد موجود وی رسيدلی شی او دوی د ايران ولس د هر اړخيزې ترقۍ څوكې ته رسولی شی.


ښاغلی خامنه ای ټينګار وكړ : د سياسی، اقتصادی ، سيمه ايزو او نړيوالو پیښو په شننه كې هم بايد واقع بينانه او لويو نظر واكمن وی چې په نړۍ كې داسې يوه قدرتمنه جبهه موجوده ده چې نه غواړی د ايران ولس په مختلفو برخو منجمله ساينس او ټيكنالوجۍ كې په قدرتمن ولس او هيواد بدل شی.



د اسلامی انقلاب ستر لارښود د اسلامی انقلاب د كاميابۍ په لومړيو ورځو كې د لويدیځ او امريكا د ځينو پوهانو او ليكوالانو مقالو ته په اشارې سره زياته كړه: پّ دغو مقالو كې د لويدیځ سياسی دربار ته خبرداری وركول كيده چې د ايران داسلامی انقلاب د يوې دولتی كابينې دبدليدو په معنا نه دی ، بلكه د اسلامی انقلاب كاميابی د اسيا د لويدیځ په سيمه كې د يو نوی طاقت د پيدا كيدو په معنا ده چې ښايی دا حساسه او شتمنه سيمه د لويدیځ له منګولو وباسی او يایې ورباندې واكمنی لړزانه كړی. او لويدیځه نړۍ هم د ساينس او ټيكنالوجۍ له اړخه وننګوی.


دوی ټينګار وكړ : د ديرشو كلونو له تيريدو وروسته اوس د لويدیځوالو او امريكايانو خپسكه په حقيقت بدله شوې او يو لوی سيمه ايز ملی طاقت سر راپورته كړی چې ډول ډول سياسی ، اقتصادی امنيتی او تبليغاتی فشارونو د هغه د پرزولو زور نه دی لرلی بلكه حتی دغه لوی قدرت د سيمې پر ولسونو د اغيز شيندلو او هغوی ته د پيژندګلو د وركولو لپاره زمينه برابره كړې ده.


د اسلامی انقلاب ستر لارښود په تيرو دوو كلونو كې د سيمې او دافريقا د شمال ډيرو مهمو بدلونونو او پر وړاندې یې د امريكا او لويدیځوالو غبرګونونو ته په اشارې سره وفرمايل: د ولسونو ویښيدل او د لويدیځ او امريكا د سپكاونكو كارونو په وړاندې په تشو لاسونو دريدل يوه لويه پیښه وه چې البته د لويدیځوالو د تصور په اپوټه لا ختمه شوې نه ده .


حضرت ايت الله العظمی خامنه ای ټينګار وكړ : دا پیښې يو تاريخی پيچومی و چې سيمه ورځنې د تيريدو په حال كې ده او برخليك یې لا پوره نه دی ټاكل شوی او لويدیځوالی یې اندیښمن كړې دی.


د رهبرۍ ستر مقام وويل :دا مهمې پیښې د هغه اسلامی انقلاب بركت دی چې له هماغه پيله یې د يو ملی، ژور، مومن، ټينګ ، وړمن، او پرمختلونكی قدرت د پيدا كيدو زيری وركاوه .


1300890